دپروګرام نوم : ښه كرهنه داقتصادپياوړتيا
دډرامې نوم : سمسوربڼ
موضوع:بېنډۍ
ليكوال : رحمت الله (افضلي )
دډرامې وخت : لس دقيقې
جوړونكې اداره: سباوون راډيو
تمويلونكې اداره : اويپاپلس
Audio tag: داپروګرام تاسې ته داويپاپلس له خوا وړاندې سو
لومړۍ برخه
كريم:راځه څوك ياست دروازه خلاصه ده
رحيم:كاكاسلام عليكم
كريم:وعليكم وسلام رحيمه وراره پخيرراغلې
رحيم:خيريوسې كاكا، كاكاهغه كواره مې پكارده
كريم:رحيمه وراره كواره څه كوې
رحيم:كاكاغوښتل مې چې هغه بېنډۍ بازارته يوسم ،خوكاكاسږكال زمابېنډۍ بېخي خرابې وې ځكه چې نه پرې پوهېدم چې څنګه يې وكرم
كريم:وراره تاڅه رقم بېنډۍ كرلې دي بېنډۍ خوڅوقسمه دي لكه لغړې بېنډۍ ،پاكستانۍ بېنډۍ اوهندۍ بنډۍ
رحيم:كاكاوالله كه نه پرې پوهېدم چې ماڅه رقم بېنډۍ كرلې وې خوكاكازه چې دابېنډۍ خرڅې كړم بياراځم ته به ماته دبېنډيوپه اړه معلومات راكوې سمه ده كاكا
كريم:سمه ده وراره هاغه په هغه كونج وينې
رحيم :هوكاكاهغه ده كواره مې وليده په كونج كې سته
كريم :هغه ده هغه درسره واخله
رحيم : سمه ده كاكااوس زه ولاړم
كريم: خداى دمل سه
دوهمه برخه
رحيم: كاكاسلام عليكم اودس كوې
كريم : هو وراره ته پخير راغلې
رحيم: هوكاكا خيردې په نصيب سه
رحيم : واخله كاكا دازماپه پټولاسونه وچ كړه
كريم : راكه بس وچ سول واخله پټودې
رحيم: تراوسه اذان نه دى سوى راځه د واړه هلته دمسجيدپه هغه دېواله كښېنو
كريم :راځه وراره زه هورښتياوراره هغه بېنډۍ دخرڅې كړلې
رحيم: هوكاكاخوبېكاره وې په لږوپيسوخرڅې سوې
راځه كاكاچې هلته كښنېنوته به ماته دبېنډيوپه اړه معلومات راكړې
كريم :سمه ده راځه وراره بېنډۍ داوږده كرنېزفصل نبات دى
كريم :مخكې له دې چې بېنډۍ وكرې دبېنډيوتخم بايدپه اوبوكې څلوروېشت ساعته واچول سي نووروسته دداوبودراايستلوڅخه دپنځوڅخه ترلسوورځوپورې بېنډۍ شنې كيږي
كريم :دادې هم بايدپه يادوي چې بېنډۍ هغه وخت كرل كيږي چې يخ تېرسي اوپسرلۍ وي پوه سوې
رحيم :هوكاكاخوكاكاله پسرلي پرته بل وخت نه كرل كيږي
كريم : ولې نه وراره په ژمي كې په پلاستيكي تونل كې هخه چې مخكې مې درښولى وو په هغه كې كرل كيږ ي همدارنګه په ګلدانۍ كې هم كرل كيږي
رحيم :كاكاماخوبېنډۍ دپالېزه دهندوانوسره يوځاى په قطارونوكې كرلې همداسې كړل كيږي اوكه بل رقم هم كرل كيږي
كريم :هووراره په قطارونوكې كرل كيږي خودقطارونوترمنځ فاصله بايديومتراودبوټوترمنځ فاصله بايددېرش اوپنځه دېرش سانتۍ وي
( دآذان اواز) رحيم :كاكالكه چې اذان دى اوس به ولاړسولمانځه ته وروسته له لمانځه چې دواړه كورته تللوبيابه هم دبېنډيوپه باره كې راته خبرې كوې اوماته به معلومات راكوې
كريم :سمه ده راځه چې ورسومسجدته
درېيمه برخه
رحيم : كاكادادي بوټونه مې درته كښېښودل
كريم : افرين وراره خيريوسې راځه چې ځو
رحيم : ښه كاكادابېنډۍ سرخوړلې ندي
كريم : هو
رحيم : داچې كله زه شكومه ګوتې مې ډېركاكوي بيايې چې هرڅوپه صابون كې پرېولم كايې نه وركيږي
رحيم : دابل رقم نه راټوليږي دابېنډۍ
كريم : ولې نه وراره چې ته دومره ورسره په تكليف يې ته كولاى سې په دچاقوپه واسيطه دقيچي په واسيطه اوهمدارنګه داهم درته وايم چې هغه چې ستازده دي يعني دلاس په واسيطه يې راټولولى سي
كريم :په يوه لاس كې بېنډۍ ونيسه به بل لاس كې چاقواوپرې كوه يې اوپه همدې ډول په قيچي يې هم كولاى سي
رحيم:كاكاعمردډېرسه مابه چې كله بېنډۍ راټولولې نوپلاستيكي خلته به مې په لاس كړې وه يعني لاس ته به مې وراغوستې وه وروسته به مې بېنډۍ شكولې
ګريم : هوماهم ځنې كسان لېدلي دي چې تاغوندې خپل لاس ته كڅوړه وراغوندي
رحيم : كاكايوشى چې ډېرماته ضرور دي اوبايدپرې پوه سم هغه امبار دى دې بينډيوسرخوړليوته امبارڅنګه وركول كيږي
كريم : افرين وراره زماڅخه هم هېرسوي وو زمايېره اوس ډېره ده ته يې رايادوه
كريم : په يوه هكتارځمكه كې يوسل اوشل كيلونايتروجن اتياكيلوفاسفورس اواتياكيلوپوتاشيم وركوه بېنډيوته دې
كريم :هووراره ګور ه داهم واوره چې پنځه وېشت ټنه ورسته حيواني سره دنوروسروسره يوځاى وركوه
رحيم : كاكا كورته هم راورسېدلواوكاكاولې سږكال زمابېنډۍ خرابې سوې وې
كريم : وراره شايدستابېنډيوشوته ياسپږې كړې وي داسپږې بلاخوړلې ندي دبينډيودپاڼوپرشالومړۍ هګۍ اچوي وروسته له هګۍ څخه بچي يې راوزي اودپاڼې شېره زبېښي پاڼې ګنجې ګنجې كېږي اوبېنډۍ كمزورې كېږي
رحيم : هو هوكاكاهمداسې وې زمادبېنډيوهم پاڼې شېته شېته وې
رحيم : كاكاددې افتي سپږي دې كه څه بلا ددې مخنيوى څنګه كېږي
كريم : هغه دواګانې چې مخكې مې درښولې وې لكه مېتاسيستاكس ،ملتياين ،فاليدول ام اوسيماتاين
رحيم :هوكاكاداټول اوس پېژنم اودوكاندارانوته يې چې نوم ور واخلې هغه يې هم پېژني
كريم :ښه وراره خويوه خبره داده چې ته كولاى سې چې دتمباكومحلول جوړكړې اودهغه په واسېطه هم داسپږې له منځه يوسې
رحيم :كاكادتمباكومحلول څنګه جوړكړم
كريم :تمباكوميده كړه اوپه اوبوكې يې ښۀ حل كړه په بېنډيووراستمعال كړه
رحيم : سمه ده كاكادبېنډيوهم په هرڅه پوه سوم
كريم : ځه وراره چې پوه سوې داماته ډېرڅه دي
رحيم :كاكاتاته يې دې خداى اجرونه دركړي
كريم :خيريوسې وراره
رحيم :كاكاولې خپل كورخواته روان سوې زماسره شپه نكوې
كريم : نه وراره زماپه كوركې څوك نسته ځم چې خپل كورته ولاړسم
رحيم : خى كاكاچې زماسره نه ځې خداى دمل سه
كريم ( له لرې ځاى څخه ) ستاسره
پاى

No comments:
Post a Comment